د صنعت او سوداګرۍ وزارت د عمومي غونډو په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې د پانګونې زر فرصتونه په ۱۰سکټورونو کې
۱۴۰۵ تله ۳۰

چهارشنبه، ۹ جمادی الاول ۱۴۴۸ / ۲۹ میزان ۱۴۰۵
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د عمومي غونډو په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې د پانګونې زر فرصتونه په ۱۰سکټورونو کې د هېواد پانګوالو او د خصوصي سکټور غړو ته معرفي شول
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د یاد وزارت د مالي او اداري چارو معین ښاغلي مولوي شهابالدین ثاقب د اسلامي امارت د اقتصادي معاونیت د دفتر رئیس ښاغلي مولوي عبدالله عزام د سکټوري خونو رئیسانو او مرستیالانو او د خصوصي سکټور یو شمېر مشرانو ګډون کړی و.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د خصوصي سکټور غړي د هېواد اتلان وبلل او ویې ویل چې امیرالمؤمنین حفظهالله څو ځله لارښوونه کړې ده چې له هغوی سره نېک چلند وشي.
ښاغلي عزیزي څرګنده کړه چې افغانستان هر کال شاوخوا ۱۱میلیارده ډالره واردات لري، چې لویه برخه یې ماشینآلات او خام مواد جوړوي د نوموړي په وینا دا موضوع په هېواد کې د پانګونې د ګڼو فرصتونو شتون څرګندوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر په هېواد کې د ارزښت ځنځیر د بشپړولو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ وویل چې اوس د صنعتي بدلون پر لور حرکت پیل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د پانګونې د جلب او جذب لپاره د وزارتونو ترمنځ کمېټه جوړه شوې او د دې کمېټې له جوړېدو راهیسې تر اوسه د ۴۳میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه شوې ده. هغه په دې برخه کې د همغږۍ یادونه هم وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت پلان لري څو د پانګونې نور زر فرصتونه هم تحلیل او وارزوي. نوموړي د باکیفیته معیاري او مناسبو بیو لرونکو محصولاتو پر تولید د ټینګار ترڅنګ د دغه وزارت پروګرامونه تشریح کړل او ویې ویل چې په افغانستان کې پر عوایدو مالیه ټیټه ده. هغه له پانګوالو وغوښتل چې په هغو سکټورونو کې پانګونه وکړي چې افغانستان ورته اړتیا لري.
ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو معین ښاغلي مولوي شهابالدین ثاقب وویل چې د افغانستان د آبادۍ او بیارغونې په لاره کې په رښتینولۍ سره د ګامونو په پورته کولو سره په بېلابېلو برخو کې ځانبسیاینې ته رسېدل شوني دي. نوموړي پانګوالو ته په خطاب کې وویل چې په هېواد کې د پانګونې زمینه برابره ده او د هغوی د پانګونې ګټې به د افغانستان ټولو خلکو ته ورسېږي.
همدارنګه په دې پروګرام کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس ښاغلي خانمحمد فروتن د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس ښاغلي شیرینآغا سخي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي شیرزاد او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال ښاغلي محمدرفیع عظیمي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د پانګونې د زر فرصتونو د معرفي کولو له نوښت څخه هرکلی وکړ او خپل ملاتړ او همکاري یې اعلان کړه.
هغوی ټینګار وکړ چې معرفي شوي فرصتونه به د سکټوري خونو له غړو سره شریک کړي او د اړوندو وېبپاڼو له لارې به یې له علاقهمندانو سره هم شریک کړي.
په پای کې د هېواد علمي شخصیت محترم نورالله کوثر هم خبرې وکړې او ویې ویل چې هېوادونه د خپلو خلکو په مټ آبادېږي او لوی خدای هم له انسانانو غوښتي دي چې ځمکه آباده کړي.
د یادونې وړ ده چې د پانګونې یاد شوي زر فرصتونه د یوې پرزنتېشن له لارې په ۳۲برخو او ۱۰سکټورونو کې ګډونوالو ته معرفي شول. د پانګونې علاقهمندان کولای شي د افغانستان د پانګونې ریاست وېبپاڼې ته په مراجعه کولو سره په دې اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.