نوي ډیلي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین له افغان سوداګرو سره وکتل

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد د افغانستان په سفارت کې له هغو افغان سوداګرو سره

۱۴۰۵ لړم ۲۳

نوي ډیلي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین له افغان سوداګرو سره وکتل

شنبه، 3 جمادی‌الثانی 1448 / 23 عقرب 1405

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد د افغانستان په سفارت کې له هغو افغان سوداګرو سره وکتل چې په هند کې مېشت دي او یا د نندارتون په موخه دغه هېواد ته تللي دي.

ښاغلي زاهد د سوداګرو د ستونزو د حل د افغاني محصولاتو او پانګې د خوندیتوب او د ناسالم رقابت د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ.

همدارنګه، په دې ناسته کې افغان سوداګرو د سوداګرۍ پر وړاندې پرتې ستونزې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین سره شریکې کړې او د هغو ستونزو د حل او رسېدنې غوښتنه یې وکړه.

په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي مفتي نور احمد نور وویل چې سفارت د سوداګرو ډېری ستونزو ته رسېدنه کړې او یو شمېر یې حل شوې دي.

د ناستې په پای کې ښاغلي مولوي احمدالله زاهد ډاډ ورکړ چې د سوداګرو پاتې ستونزې به له هندي چارواکو او اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.