د تاشکند د نړیوالې پانګونې فورم په پرانیستونکې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ګډون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، محترم مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي په مشرۍ د تاشکند نړیوال پانګونې فورم

۱۴۰۵ غبرگولی ۲۸

د تاشکند د نړیوالې پانګونې فورم په پرانیستونکې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ګډون

چهارشنبه، 1 محرم الحرام 1448 / 27 جوزا 1405

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، محترم مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي په مشرۍ د تاشکند نړیوال پانګونې فورم (TIIF-2026) په پرانیستغونډه کې ګډون وکړ.

د فورم په پرانیستغونډه کې د ازبکستان جمهوریت ولسمشر شوکت میرضیایف وینا وکړه او د اقتصادي اصلاحاتو، سیمه‌ییزو همکاریو، پانګونې د پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې خپل لیدلوری وړاندې کړ.

په یادو مراسمو کې د یو شمیر هیوادونو د ولسمشرانو، صدر اعظمانو او وزیرانو په شمول د شاوخوا ٩٠ هېوادونو څخه لوړ پوړو چارواکو، نړیوالو پانګوالو، سوداګرو او اقتصادي بنسټونو استازو ګډون در لود.