د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د بادغیس ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس په حضور کې د دغه ولایت له یو
۱۴۰۵ تله ۲۹

سهشنبه، 8 جمادی الاول 1448 / 28 میزان 1405
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د بادغیس ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس په حضور کې د دغه ولایت له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د بادغیس ولایت سوداګرو د دغه ولایت د صنعتي پارک د چارو د طی مراحلو د بهیر د چټکتیا او پرانیستلو غوښتنه وکړه او په بادغیس کې یې د غالیو د صنعت پر ودې او پراختیا کې د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
محترم الحاج نورالدین عزیزي د سوداګرو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د بادغیس ولایت د صنعتي پارک د چارو د طی مراحلو د بهیر د چټکتیا او په دغه ولایت کې د غالیو د صنعت د ودې په برخه کې اړینې همکارۍ ترسره کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر همدارنګه د غالیو په صنعت کې د طبیعي رنګونو پر کارولو ټینګار وکړ او له سوداګرو یې وغوښتل چې د بادغیس ولایت د سیمهییزو محصولاتو او تولیداتو د ظرفیتونو له ارزونې او د کیفیت له ښه کولو وروسته په نندارتونونو کې ګډون وکړي څو د دغو محصولاتو او تولیداتو د معرفي کولو زمینه برابره شي.