د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي شهاب الدین ثاقب د ترکیې جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د استانبول
۱۴۰۵ لیندۍ ۷

شنبه، 17جمادیالآخر 1448 / 7 قوس 1405
د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي شهاب الدین ثاقب د ترکیې جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د استانبول ښار د DERSANKOOP له صنعتي مجتمع څخه لیدنه وکړه او د یادې ادارې له رئیس او مسؤلینو سره یې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د صنعتي مجتمعونو د جوړولو او مدیریت په برخه کې د ترکیې د تجربو د پراختیا او عصري کولو د پروګرامونو د فابریکو د جوړولو لپاره د ځمکې له اغېزمنې کارونې په یوه ځای کې د تولیدي واحدونو د راټولولو او صنعت کارانو ته د اړینو امکاناتو او خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د لازمې اسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه د فابریکو د اغېزمنتیا د زیاتوالي د تولیدي لګښتونو د کمولو د صنعتي زېربناوو د ښه والي افغان کارګرانو ته د روزنې ورکولو او د افغانستان د صنعتي ښارګوټو د پراختیا په برخه کې د یادې ادارې د تجربو د کارونې په اړه هم د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړ ده چې د DERSANKOOP صنعتي مجتمع شاوخوا ۳۷ زره غړي لري چې په ۳۷ مرکزونو کې فعالیت کوي. په هر مرکز کې نږدې یو زر غړي فعالیت لري او هر غړی د یوې فابریکې یا تولیدي واحد استازیتوب کوي.