د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد او ور سره مل پلاوي د هند هېواد په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر
۱۴۰۵ لړم ۲۱

پنجشنبه، 21 عقرب 1405
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد او ور سره مل پلاوي د هند هېواد په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر پیل کړ. نوموړی به په دغه سفر کې د هند په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
همدارنګه د سفر په ترڅ کې د هند له لوړپوړو دولتي چارواکو سوداګریزو مسوولینو او پانګهوالو سره وګوري.
په دغو لیدنو کې به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وشي.
د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا د افغانستان د تولیدي او صادراتي ظرفیتونو معرفي کول او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو برابرول دي.