د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د امام ابوحنیفه (رح) له پنځم نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، نن دوشنبه، د هېواد د صنعتکارانو او سوداګرو
۱۴۰۵ تله ۲۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، نن دوشنبه، د هېواد د صنعتکارانو او سوداګرو د هڅونې، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه، د امام ابوحنیفه (رح) له پنځم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي زاهد د نندارتون په ترڅ کې د افغان صنعتکارانو لاسته راوړنې او کورني تولیدات وستایل او د خصوصي سکتور د ملاتړ او همکارۍ ډاډ یې ورکړ. نوموړي همدارنګه د بهرنیو شرکتونو له تولیداتو او محصولاتو څخه لیدنه وکړه او بهرنیو سوداګرو ته یې بلنه ورکړه چې د افغانستان د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې پانګونه وکړي.