د صادراتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

نن دوشنبه د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۹مه، چې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د صفرالمظفر میاشتې له ۲۶مې نېټې سره سمون لري، د

۱۴۰۵ زمری ۲۰

د صادراتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

نن دوشنبه د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۹مه، چې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د صفرالمظفر میاشتې له ۲۶مې نېټې سره سمون لري، د تازه مېوو صادرونکو ته د اسانتیاوو د برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل په موخه، ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هېواد د تازه مېوو د صادرونکو پر وړاندې د پرتو ستونزو، د هغوی د ستونزو د حل او د دې سکتور د صادرونکو د ملاتړ پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي وویل، صادرات د اسلامي امارت له مهمو موضوعاتو څخه دي او باید په ګډه هڅه وشي، تر څو د صادراتو پر وړاندې پراته خنډونه لرې او ستونزې حل شي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د اړوندو ادارو له استازو څخه جوړه تخنیکي کمېټه به یو بشپړه طرحه ترتیب کړي، تر څو د کابینې یوې غونډې ته وړاندي شي.