نن له غرمې مخکې، د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د سرطان په ۲۱مه نېټه، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د ملي صنعت د ودې، د پانګونو د جلب، د هېواد د تولیدي
۱۴۰۵ چنگاښ ۲۲

یکشنبه، 26 محرم الحرام 1448/ 21 سرطان 1405
نن له غرمې مخکې، د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د سرطان په ۲۱مه نېټه، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د ملي صنعت د ودې، د پانګونو د جلب، د هېواد د تولیدي ظرفیتونو او وړتیاوو د معرفي او د ځانبساینې پر لور د حرکت په موخه، د ننګرهار ولایت مقام استازي، د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئیس، ښاغلي سید عبدالبصیر پاچا، د سیمهییزو ادارو د مسؤلینو، مخورو، صنعتکارانو او سوداګرو په حضور کې، د ننګرهار ولایت په کچه د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیست.
د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئیس، ښاغلي سید عبدالبصیر پاچا، د کورنیو تولیداتو د ودې، د صنعتکارانو د ملاتړ، د بازارموندنې او د پانګونې د پراختیا په اړه خبرې وکړې. ورپسې د ننګرهار ولایت مقام استازي او د بشري سرچینو رئیس ویناوې وکړې او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د صنعتکارانو د هڅونې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو، غالیو، لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو په ګډون، په ۸۰ غرفو کې بېلابېل تولیدات د نندارې لپاره وړاندې شوي دي، او دغه نندارتون به د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د سرطان له ۲۱مې تر ۲۳مې نېټې پورې د صنعتکارانو، سوداګرو او عامو خلکو پر مخ پرانیستی وي.