د افغانستان د ودانیزو چارو عمران او بیارغونې د صنعت څلورم نړیوال نندارتون د افغانستان د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي
۱۴۰۵ لیندۍ ۴

سهشنبه، 13 جمادیالآخر 1448 / 3 قوس 1405
د افغانستان د ودانیزو چارو عمران او بیارغونې د صنعت څلورم نړیوال نندارتون د افغانستان د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د ښار جوړولو او کور جوړولو وزیر ښاغلي مولوي نجیبالله حیات حقاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو او بهرنیو مېلمنو په حضور کې پرانیستل شو.
د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په ځانګړي ډول د ودانیزو چارو په برخه کې د صنعت د پام وړ پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې په بېلابېلو برخو او سکټورونو کې د بنسټیزو چارو کارونه روان دي او د افغانستان د صادراتي هېواد ګرځېدو لپاره هڅې دوام لري. نوموړي له تولیدوونکو او واردوونکو وغوښتل چې د توکو په تولید او وارداتو کې د کیفیت موضوع ته جدي پاملرنه وکړي که نه له قانوني چلند سره به مخ شي.
وروسته د ښار جوړولو او کور جوړولو وزیر ښاغلي مولوي نجیبالله حیات حقاني د پانګوالو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه وزارت د ښارونو د آبادۍ او پراختیا مسؤلیت پر غاړه لري. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد د کابل ښار د نفوسو د ګڼې ګوڼې په یادولو سره د نوي کابل د جوړولو په برخه کې د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي له پانګوالو وغوښتل چې د دولت له پلان سره سم په اړینو برخو کې پانګونه وکړي. همدارنګه یې د هېواد له ټولو وګړو وغوښتل چې د همکارۍ او همغږۍ له لارې د افغانستان په آبادۍ کې خپله ونډه واخلي.
د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون به د پنځو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.