د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تانزانیا د پانګونې په اووم کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې په اووم کنفرانس

۱۴۰۵ لړم ۳۰

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تانزانیا د پانګونې په اووم کنفرانس کې ګډون وکړ

جمعه، 9 جمادی‌الثانی 1448 / 29 عقرب 1405

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې په اووم کنفرانس (TMIC 2026) کې ګډون وکړ چې د دغه هېواد په دارالسلام ښار کې جوړ شوی دی.

محترم الحاج نورالدین عزیزي د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ د کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر چارواکو او د نړیوالو شرکتونو له استازو په ګډون د تانزانیا د ولسمشر له مرستیال دئوګراتیوس جان ندیمبي سره لیدنه وکړه او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې اترې وکړې.

همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ګډون‌کوونکو هېوادونو د وزیرانو او استازو په حضور کې په یوه ګردي مېز کې ګډون وکړ او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې بحثونه وکړل.

د تانزانیا د پانګونې اووم کنفرانس د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۱۹مې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د درېیو ورځو د صنایعو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو د څېړلو پر محور جوړ شوی دی. د جوړوونکو په وینا په دغه کنفرانس کې د تانزانیا له دننه او بهر څخه څه باندې ۱۷۰۰ کسانو ګډون کړی دی.

په دغه کنفرانس کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ګډون د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د پانګونې په برخه کې د افغانستان د ظرفیتونو او فرصتونو د معرفي کولو د نظرونو د تبادلې او له تانزانیا او نورو ګډون‌کوونکو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د فرصتونو د څېړلو زمینه برابره کړې ده.