د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد، د ازبکستان د تاشکند ولایت له والي ښاغلي ظاهر میرزایف سره وکتل

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد، د ازبکستان د تاشکند ولایت له والي ښاغلي ظاهر میرزایف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا

۱۴۰۵ غبرگولی ۲۷

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد، د ازبکستان د تاشکند ولایت له والي ښاغلي ظاهر میرزایف سره وکتل

سه‌شنبه، 30 ذی‌الحجه 1447 / 26 جوزا 1405

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد، د ازبکستان د تاشکند ولایت له والي ښاغلي ظاهر میرزایف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د پانګونې فرصتونو، صنعتي همکاریو، د خصوصي سکټور د ونډې زیاتوالي او د متقابلو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه بحث وشو. مولوي احمدالله زاهد افغانستان د پانګونې لپاره مناسب بازار وباله او د ازبکستان پانګوال یې وهڅول چې د صنعت، سوداګرۍ او نورو اقتصادي برخو په شته فرصتونو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي زاهد د تاشکند والي ته بلنه ور کړه چې افغانستان ته راشي او شته فرصتونه له نږدې څخه و ګوري.

د تاشکند والي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او د پانګونې او سوداګرۍ د ودې لپاره یې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې و کړه چې د روان کال د جولای میاشت کې به له شاوخوا ١٠٠ کسه ازبیک سوداګرو سره کابل ته سفر و کړي.

دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دا ډول لیدنې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او د ګډو پانګونو لپاره به نوې زمینې برابرې کړي.