د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې د اووم
۱۴۰۵ لړم ۳۰

شنبه، 10 جمادیالثانی 1448 / 30 عقرب 1405
د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې د خپلو لیدنو په لړ کې د تانزانیا د متحد جمهوریت د کانونو له وزیر انتوني ماویند سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تانزانیا هېواد له بلنې او کوربه توب څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان سوداګریز پانګیز او صنعتي فرصتونه معرفي کړل او د معدني محصولاتو د پروسس او صادراتو په برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا او د دغو برخو د تجربو پر تبادلې ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان پراخو معدني ظرفیتونو ته په اشارې څرګنده کړه چې د اسلامي امارت پالیسي په هېواد کې دننه د معدني موادو پر پروسس ولاړه ده څو د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د زیاتو ارزښت زیاتوونکو معدني محصولاتو د نړیوالو بازارونو د صادراتو زمینه برابره شي.
همدارنګه، د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د نادرو او ارزښتناکو منرالونو د صادراتو د مدیریت پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې بازارونو ته د ځینو معدني محصولاتو له اندازې زیات صادرول کولای شي د هغو اقتصادي ارزښت راکم کړي.
د تانزانیا د کانونو وزیر هم د دغه هېواد د پانګونې په اووم کنفرانس کې د افغان پلاوي له ګډون څخه د مننې ترڅنګ د خپل هېواد د تجربو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا تانزانیا ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او غالیو پر صادراتو او په کابل او تانزانیا کې د سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو بحث او د نظرونو تبادله وکړه او د دغو موضوعاتو د تعقیب په اړه یې هوکړه وکړه.