د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد د FICCI له مسؤلینو او هندي پانګوالو سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ افغان پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنعت د اتاقونو فدراسیون

۱۴۰۵ لړم ۲۷

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد د FICCI له مسؤلینو او هندي پانګوالو سره وکتل

سه‌شنبه، 6 جمادی‌الثانی 1448 / 26 عقرب 1405

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ افغان پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنعت د اتاقونو فدراسیون (FICCI) له مسؤلینو او یو شمېر هندي پانګوالو سره غونډه وکړه.

په غونډه کې د افغانستان او هند پر تاریخي اړیکو د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي د صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو او په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې.

ښاغلي مولوي زاهد په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه د بهرنیو پانګوالو لپاره ځانګړي امتیازات او اداري اسانتیاوې تشریح کړې او هندي پانګوال یې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي برخو کې پانګونې ته وهڅول.

هندي پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او د سوداګریزو ناستو (B2B) او د افغانستان د سفارت د سوداګریزې اتشې له لارې یې د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د خصوصي سکټور د همکارۍ په موخه د ګډ سوداګریز اتاق د جوړېدو وړاندیز هم وشو.

غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او د ګډو پانګونو د پراختیا په اړه د لېوالتیا په څرګندولو پای ته ورسېده.