د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د PHDCCI له مسؤلینو او هندي پانګوالو سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي اسلامی د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ هند ته تللي پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنعت

۱۴۰۵ لړم ۲۶

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د PHDCCI له مسؤلینو او هندي پانګوالو سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې

سه‌شنبه، 6 جمادی‌الثانی 1448 / 26 عقرب 1405

د افغانستان د اسلامي اسلامی د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ هند ته تللي پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنعت د خونو (PHDCCI) له مسؤلینو او د کانونو ټکنالوژۍ کرنې او انرژۍ په برخو کې له یو شمېر هندي سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.

په دې لیدنه کې ښاغلي مولوي زاهد په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو بهرنیو پانګوالو ته د برابر شویو امتیازاتو او اسانتیاوو د صنعتي فعالیتونو د پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو پر امکاناتو تفصیلي خبرې وکړې او هندي پانګوال یې په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي برخو کې په پانګونې وهڅول.

همدارنګه، د PHDCCI اجرائیوي رئیس ډاکټر رنجیت مهرا نورو مسؤلینو او هندي پانګوالو ته بلنه ورکړل شوه چې په افغانستان کې په جوړېدونکو سوداګریزو نندارتونونو کې ګډون وکړي. له هغوی څخه هم غوښتنه وشوه چې د هند په بېلابېلو ښارونو کې په جوړېدونکو سوداګریزو نندارتونونو کې افغان سوداګرو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.