د افغانستان او تاتارستان د ګډې کاري کمېټې لومړۍ غونډه ترسره شوه د سوداګرۍ ټرانزیټ او پانګونې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي او د تاتارستان جمهوریت د لوړپوړي پلاوي چې مشري یې د دغه

۱۴۰۵ لړم ۲۳

د افغانستان او تاتارستان د ګډې کاري کمېټې لومړۍ غونډه ترسره شوه د سوداګرۍ ټرانزیټ او پانګونې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وشوه

پنجشنبه، 21 عقرب 1405

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي او د تاتارستان جمهوریت د لوړپوړي پلاوي چې مشري یې د دغه جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر کوروبچنکو اولیګ ولادیمیروویچ کوله تر ریاست لاندې د افغانستان او تاتارستان د ګډې کاري کمېټې لومړۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ هـ ش کال د لړم میاشتې په ۲۱ مه نېټه په کابل کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د چارو ادارې لوی ریاست او دولتي شرکتونو استازو هم ګډون درلود.

همدارنګه د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د کرنې او خوراکي توکو وزیر زیاباروف مارات عزاتوویچ د «یادران» عامه سهامي شرکت عمومي رئیس ماکاروف ګلب سرګیویچ په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز رئیس خبیبولین رستم ریناتوویچ او د تاتارستان جمهوریت د ۱۵ سترو اقتصادي او سوداګریزو شرکتونو استازو هم د دغه جمهوریت په پلاوي کې ګډون کړی و.

دواړو لورو د سیمه ییز اتصال د ښه‌والي د لېږد رالېږد د اسانتیاوو برابرولو او د ټرانزیټي خنډونو د کمولو په موخه د شته ظرفیتونو پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.

ورپسې د تاتارستان جمهوریت لوري له افغانستان سره د کرنې لوژستیک ترانسپورټ او ټرانزیټ کانونو په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا او همدارنګه له پنجشېر ولایت څخه کابل ته د اوبو د لېږد په برخه کې د تخنیکي همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د افغانستان د سوداګریزو او تولیدي شرکتونو معرفي کول د تاتارستان لوري ته د پانګونې د نویو فرصتونو پېژندل او د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو همکاریو لپاره د زمینې برابرول هم د بحث نور موضوعات وو. په دې برخه کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا په موخه د شرکتونو او اړوندو ادارو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پر دوام ټینګار وشو.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د لېوالتیا په څرګندولو سره د ګډې کاري کمېټې د فعالیتونو پر دوام او د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب د هوکړو د پرمختګ د ارزونې او د عملي اقداماتو د همغږۍ په موخه د راتلونکو غونډو د انلاین بڼې پر ترسره کولو هوکړه وکړه.