د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د ټرانزیټ او ترانسپورتي همکاریو پراختیا

آذربایجان هېواد ته د الحاج ملا فیض‌الله تمیم په مشرۍ تللی پلاوی، چې په کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او

۱۴۰۵ غویی ۳

د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د ټرانزیټ او ترانسپورتي همکاریو پراختیا

پنجشنبه، 6 ذوالقعده 1447 / 3 ثور 1405

آذربایجان هېواد ته د الحاج ملا فیض‌الله تمیم په مشرۍ تللی پلاوی، چې په کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او د نفت او ګازو امارتي شرکت رئیس انجنیر حسن هم ګډون درلود، د یاد هېواد د ترانسپورت وزارت له معین سره وکتل

په دې لیدنه کې د ټرانزیټ اسانتیاوو، د افغاني بار وړونکو موټرو د تګ راتګ، او د نفتي موادو د انتقال په برخه کې پر همکاریو هر اړخیزې خبرې وشوې. دواړو لورو د ترانسپورتي اړیکو پر پراختیا او د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

همداراز د اذربایجان لوري ډاډ څرګند کړ چې له افغانستان سره به د ټرانزیټ او ترانسپورت په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تمه ده چې د دغو همکاریو په پراخېدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانسپورتي او ټرانزیټي اړیکو کچه نوره هم لوړه شي.