د الحاج ملا فیضالله تمیم په مشري، اذربایجان هېواد ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد او
۱۴۰۵ غویی ۲

چهارشنبه، 5 ذوالقعده 1447 / 2 ثور 1405
د الحاج ملا فیضالله تمیم په مشري، اذربایجان هېواد ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد او د نفت ګازو امارتي شرکت رئیس انجنیر حسن د یاد هېواد د اقتصاد وزارت له مرستیال وزیر، ښاغلي انار اخندوف، سره وکتل. په دې لیدنه کې د سوکار (SOCAR) شرکت مرستیال او یو شمېر نور لوړپوړي مسؤلین هم ګډونوال وو.
په دې ناسته کې اروپايي هېوادونو ته د افغاني محصولاتو پر صادراتو، ټرانزیټي اسانتیاوو، د افغانستان د نفتو او ګازو امارتي شرکت او د سوکار شرکت پر مستقیمو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د پانګونې پر فرصتونو او د ګډو همکاریو د زیاتوالي په اړه هر اړخیزې او رغنده خبرې وشوې.
ښاغلي مولوي احمدالله زاهد ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د اقتصادمحوره پالیسۍ پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو په چوکاټ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري. تمه ده د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت او د اذربایجان د سوکار (SOCAR) شرکت ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا سره، له یاد هېواد څخه د باکیفیته نفتي توکو د وارداتو کچه نوره هم لوړه شي.
ښاغلي زاهد هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي. په ورته وخت کې، د اذربایجان لوري هم د همکاریو د پراختیا لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړه. ښاغلي انار اخندوف د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې اذربایجان هېواد له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دی.