په کندهارولایت کې دصنعت پراختیا په موخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۸:۴۰
په کندهارولایت کې دصنعت پراختیا په موخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې

یک‌شنبه: دغبرګولي ۲یمه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ، محمد سلیمان بن شاه د صنعتکارانو ، سوداګرو او پانګوالو لپاره د فرصتونو او ننګونو د معلومولو او خصوصي سکتور ته د ګډو ګټو پر مسلو د بحث لپاره کندهار ته سفر وکړ.

د کندهار ولایت مرستیال والي فیصل شیرزوی  د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ، وویل چې دغه ولایت دهېواد یو له مهمو اقتصادي او سوداګریزو زونونو څخه دی چې په  بیلابیل سکتورونو کې ډیره پانګونه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محمد سلیمان بن شاه په کندهار ولایت کې اقتصادي ، سوداګریز او ترانزیټي فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې دغه ولایت د هیواد د اقتصادي او صنعتي ودې لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره ځانګړی اهمیت لري.

ښاغلي بن شاه زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کندهار ولایت د صنعتي کیدو پروسې د ودې او پراختیا او همداراز د دې ولایت د صنعتکارانو ، سوداګرو او پانګوالود ستونزو دحل په موخه ځانګړي پلانونه لري.

همدا رازپه دې ناسته کې د خصوصي سکتور لپاره د فرصتونو او ننګونو په پیژندلو او په بیلابیلو برخو کې د صنعتکارانو ، سوداګرو او پانګوالو ستونزو حلولو باندې هم بحث تر سره او پر ګډې همکارۍ یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS