د لومړی ځل لپاره دکونړ ولایت څخه د سبزیجاتو او میوه جاتو لېږدول

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۸:۵۳
د لومړی ځل لپاره دکونړ ولایت څخه د سبزیجاتو او میوه جاتو لېږدول

سه شنبه ۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۶ / ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳

د لمړي ځل لپاره د کنړ ولایت څخه بهرنیو هیوادونو ته د دسبزیجاتو او میوه جاتو لېږدول پیل شول  د دې پروګرام پرانیست غونډه کی دکونړ ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریس مولوی محمد طیب (یوسف ) په خپلو خبرو کی وویل چی صادارت دیو هیواد داقتصادی پرمختګ سبب ګرځی او اقتصادی ثبات رامنځته کوی له سوداګرو څخه د منني تر څنګ يې له هغوۍ څخه غوښتنه وکړه چی دخپلو تولیداتو د کیفیت دښه والی لپاره کوښښ او هڅه وکړئ چی دهیواد څخه مو با کیفیته تولیدات او سبزیجات صادر شی همدا راز یی سوداګرو او صنعت کارانو ته په خپله برخه کی دهر راز همګاری ډاډ ورکړ نوموړی وویل د اتحادیی دمشرانو په وینا پدی لومړنی چوپه کی به (۸۰۰۰) اته زره ټنه پیاز د (۱۱۰۰۰۰۰۰) یوولس میلونه افغانیو په ارزښت دهندوستان هیواد ته ولېږدول شی چی دکونړ ولایت دخاص کونړ، نورګل ، سرکاڼو، او څوکی ولسوالیو څخه راټول شوی دي باید یادونه وکړم چې د ذکر شوی لومړنی جوپی صادراتی انوایسونه او نور ګمرکي مرحلې به په ننګرهار ولایت کی ثبت شی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړونده ځینو آمرینو ته موټرسایکلونه ور تسلیم کړای شول

نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي یا سنبلې په ۲۱مه نېټه تر غرمې مخکې، د هېواد په اتو ولایتونو کې دندې ته پر وخت د رسیدو او په صنعتي پارکونو کې د فعالیتونو د څارنې او ارزونې په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۱:۳
Background image

د صنعت او سوداګرۍ او کرهنې او اوبو لګولو وزارتونو معینانو د کابل په پلچرخي سیمه کې له صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سودا ګرۍ وزارت معين محترم مولوي احمد الله "زاهد"  او همدارنګه د اوبو لګولو او کرهڼي وزارت معين محترم مولوي صدر اعظم د کابل ولایت د څرخي پله په سیمه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

د درملو د تولید د لویو ایراني شرکتونو له چارواکو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن شنبه د سنبلې( وږي) په اوومه نېټه، د خپل کار په دفتر کې د درملو د تولید د لویو ایراني شرکتونو له. . .

BACK TO NEWS