د اوسپنې د ویلې کولو سکتور مسوؤلینو سره د مولوی جمال لیدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۵:۲۳
د اوسپنې د ویلې کولو سکتور مسوؤلینو سره د مولوی جمال لیدنه

چهار شنبه مورخ ۲۰ جمادی الاول ۱۴۴۴ / ۲۳لېندۍ ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال  د دی وزارت ځینو رئیسانو په ګډون د صنایع او معادن خونو، او د اوسپنې د ویلې کولو سکټور له مسوولینو سره لیدنه او د دغو سکټورونو ستونزو په اړه خبری اتری وکړ.

د هیواد د اوسپنې د ویلې کولو سکټور مسوولینو د خامو موادو ( زړو اوسپنو ) د قاچاق د مخنیوۍ او صفر ته رسولو غوښتونکۍ شول، او دبرښنا د کمښت څخه خپلي ستونزې شریک کړل، او همداراز د وارداتو په برخه کي د سیمه ييزو هیوادونو سیاستونو په اړه خپلي ستونزی بیان او د مرستې غوښتونکې شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د دی سکټور د طرحی مسوده په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو ترڅنګ، وویل مونږ د مشخصو کسانو لپاره نه بلکه ټول ولس لپاره کار کوو.

ښاغلي جمال فابریکه لرونکو باندی د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه په باورمندی ټینګار وکړ او وویل چي ستاسو غږ به مسوولینو ته په ځانګړي ډول د اقتصادی عالی کمیسیون شورا ته د حل په موخه رسول کیږي 

همداراز په دی غونډه کی د برښنا د کمښت ستونزې د رسیده ګي په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا وړاندیز شو چي د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د برښنا عمومې ریاست او د اوسپنې د ویلې کولو سکتور تر منځ تخنیکې ناسته وشي چي د یادو مسوولینو لخوا ومنل شو

د یادونۍ وړ ده چي په هیواد کي ۴۲ د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې فعال دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۷:۴۹
Background image

د غوره ملي خدمتونو پسرلني نندارتون کې ګډون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوی قدرت الله جمال د غوره ملي خدمتونو نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۸:۲۲
Background image

سوداګرو او د بار وړونکو موتړو سکټور ستونزې اوریدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د هلمند، کندهار، پکتیا، خوست، او میدان وردګ ولایتونو سوداګرو او د بار وړونکو موټرو سکټور له یو شمیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۸:۳۸
Background image

د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې د مدیره هيئت رئیس معرفي شو

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي عبدالطیف نظری، د صنایعو او کانونو خونې د مدیره هیئت مشر ښاغلي شیرباز. . .

BACK TO NEWS