دافغانستان لپاره داوکراین له سفیر سره لیدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۷:۵۱
دافغانستان لپاره داوکراین له سفیر سره لیدنه

سه‌شنبه دغبرګولي۱۸مه ۱۴۰۰

دصنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي محمدسلیمان بن‌شاه د  په تاجکستان کې د اوکراین سفیر او افغانستان لپاره غیر مقیم سفیر ښاغلي واسیل سیرواتوک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل،د افغانستان اواوکراین دسوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې خبرې وکړې.

ښاغلي محمدسلیمان بن‌شاه سفیر ته هرکلي ووایه او یاته یې کړه چې د اوکراین سره د اقتصادي،صنعتي او سوداګریزواړیکو پراختیا دافغانستان دلومړیتوبونوڅخه ده چې د افغانستان ولسمشر په دې هکله زیات ټینګار لري.

ښاغلي بن شاه وویل د صنعت اوسوداګرۍ وزارت  اوکراین ته افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو ټینګار سره وویل هڅه کو تر څو  په نږدې راتلونکې کې داوکراین د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه دوه اړخیزه تړونونه لاسلیک کړو.

همدا راز داوکراین سفیر افغاسنتان او،اوکراین ترمنځ د اقتصادي،صنعتي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل د اوکراین چارواکي هڅه کوي ددواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې ته لا ښه زمینه برابره  کړي.

نوموړي زیاته کړه د دواړو لوریو ترمنځ د تړون پر متن کار روان دی او ډیر ژر به پای ته ورسیږی.

 دافغانستان اسلامي جمهوری دولت او، اوکراین جمهوریت لخوا بین الحکومتي کمیسیون جوړ شوي اوهڅه کوي تر څو د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریزو،اقتصادي،صنعتي کلتورې او نورو برخو کې دهمکاریو  پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS